بنګلورو 01 اکتوبر (اے پي پي) هند به درې ټېسټ مېچونو لپاره د نيوزي لېنډ كوربتوب كوي۔ د بي سي سي آئي د اعلاميې له مخې د نيوزي لينډ د كركټ قامي لوبډله به په اكتوبر كښې د هند دوره كوي او د دورې په مهال به د هند په ضد د درې ټېسټ مېچونو سيريز كوي كوم چې به 16م اكتوبر څخه په اېم چناسوامي سټېډيم بنګلور كښې پېل …
هند به درې ټيسټ ميچونو لپاره د نيوزي لينډ كوربتوب كوي

مزید خبریں
بنګلورو 01 اکتوبر (اے پي پي) هند به درې ټېسټ مېچونو لپاره د نيوزي لېنډ كوربتوب كوي۔ د بي سي سي آئي د اعلاميې له مخې د نيوزي لينډ د كركټ قامي لوبډله به په اكتوبر كښې د هند دوره كوي او د دورې په مهال به د هند په ضد د درې ټېسټ مېچونو سيريز كوي كوم چې به 16م اكتوبر څخه په اېم چناسوامي سټېډيم بنګلور كښې پېل كېږي٬ د سيريز دوېم مېچ به د 24م نه تر 28م اكتوبر په مهاراشټر کرکټ ايسوسي ايشن سټيډيم، پونا كښې كېږي او آخري ټېست مېچ به د نومبر وړومبۍ نيټې څخه تر 5مې نيټې په وانکھيډے سټيډيم، ممبئۍ كښې كېږي۔ د يادونې وړ ده چې دا ټېسټ سيريز به د آئي سي سي ټيسټ چيمپئن شپ برخه وي۔










