پاك پوځ د قبائيلي اولس د خوښې له مخې فاټا په قامي چوكاټ كښې د ودرولو ملاتړ كوي

APP78-13 RAWALPINDI: December 13, 2017: General Qamar Javed Bajwa, Chief of Army Staff (COAS) interacted with FATA delegations of Tribal elders and Youth Jirga at ISPR. APP

پېنډۍ 13 دسمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ د قبائيلي مشرانو د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې په ملاتړ او امن او استحكام لپاره د قبائيلو د قربانيو ستائنې سره وئيلي چې پاك پوځ د قبائيلي اولس د خوښې له مخې فاټا په قامي چوكاټ كښې د ودرولو ملاتړ كوي٬ فاټا كښې د اوږدې مودې امن او استحكام له ګامونه پورته كوؤ۔ د فاټا سباٶن له د قبائيلي مشرانو او ځوانانو د خيالاتو قدر كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه د پاك پوځ سرلښكر د شورو په ورځ د فاټا مشرانو او د يوته جرګه پلاوي سره د ملاقات په مهال خپلوخبرو كښې وكړه۔ د آئي اېس پي آر له مخې سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوہ قبائيلي مشرانو او ځوانانون سره جلا جلا تفصيلي خبرې وكړې۔ پلاوي فاټا كښې امن ٬ استحكام او سماجي او اقتصادي پرمختګ له د پاك پوځ د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ پلاوي فاټا په قامي چوكاټ كښې شاملولو لپاره د خپلو خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ د پوځ سرلښكر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د قبائيلي مشرانو او ځوانانو د بشپړه ملاتړ هم ستائنه وكړه۔ د فاټا سباٶن لپاره د پلاوي خيالاتو ته د قدر په سترګه كتلو سره جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل مونږ د مېړنو قبائيلو د قربانيو د لارې كاميابۍ ترلاسه كړې دي او اوس استحكام پلو روان يو۔جنرال قمر جاوېد باجوہ پلاوې د پاك افغان پولې امنيتي اقدماتو او مرستې زياتولو په اړه د افغان قيادت سره د شويو خبرو اترو نه خبر كړو۔ د پوځ سرلښكر د فاټا ځوانانو ته نصيحت وكړو چې دوئي دې د فاټا د سباؤن مشرتابه په حېث امن او پرمختګ لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ په دې مهال كوركمانډر پېښور ٬ ډي جي آئي اېس آئي ٬ سي جي اېس او نور اعلی پوځي چارواكي موجود وو۔