د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي لخوا د كشمير او سيفران چارو وفاقي وزير امير مقام په اعزاز كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ

كوئټه 26 ستمبر (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي لخوا د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل د ٬صوبائي اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچكزئي٬صوبائي وزيرانو او اعلٰی چارواكو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ وركړی٬د كوئټې وزيراعلٰی هاؤس ته په رسېدو مير سرفراز بګټي د وفاقي وزير امير مقام تود هركلے وكړو۔په دې موقع په خبرو كښې …

كوئټه 26 ستمبر (اے پي پي)د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي لخوا د كشمير او ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام٬د بلوچستان ګورنر شيخ جعفر خان مندوخيل د ٬صوبائي اسمبلۍ سپيكر عبدالخالق اچكزئي٬صوبائي وزيرانو او اعلٰی چارواكو په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستياﺀ وركړی٬د كوئټې وزيراعلٰی هاؤس ته په رسېدو مير سرفراز بګټي د وفاقي وزير امير مقام تود هركلے وكړو۔په دې موقع په خبرو كښې وزيراعلٰی مير سرفراز بګتي ووئيل بلوچستان كښې اتحادي ګوندونو سره په ګډه كار كوو٬د امن او امان٬روغتيا٬تعليم او ماحولياتي بدلون مهم چېلنجونه رامخې ته دي ٬ په مشاورت به بلوچستان ته رامخې ته شوو مسئلو حل كولو لپاره كار كوو۔ده ووئيل صوبائي حكومت كښې شاملو ټول ګوندونو سره مشاورت كېږي٬زمونږ د ټولو مشن د اولس ښه والے او خېرښېګړه ده۔په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام د بلوچستان وزيراعلٰی مير سرفراز بګټي لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئېل د هغه په مشرۍ كښې به بلوچستان په عملي توګه د پرمختګ په لاره روانېږي٬وفاقي وزير باور وركړو چې د بلوچستان مسئلو حل او رامخې ته شوو چېلنجونو مخ نيوي لپاره به وفاقي حكومت هر ممكن مرسته كوي۔

مزید خبریں