کانپور۔26ستمبر(اے پی پی) د هند او بنګله دېش ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستے ټيسټ ميچ سبا د جمعې په ورځ په ګرین پارک، کانپور كښې پېل كيږي۔ د هند لوبډلې ته په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ هند په اولني ټېسټ مېچ كښې بنګله دېش ته په 280 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د بنګله دېش لوبډله دا مهال د هند په …
د هند او بنګله دېش ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستے ټيسټ ميچ سبا پيل كيږي

مزید خبریں
کانپور۔26ستمبر(اے پی پی) د هند او بنګله دېش ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو د مشتمل سيريز دويم او وروستے ټيسټ ميچ سبا د جمعې په ورځ په ګرین پارک، کانپور كښې پېل كيږي۔ د هند لوبډلې ته په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ هند په اولني ټېسټ مېچ كښې بنګله دېش ته په 280 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د بنګله دېش لوبډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد د 2 ټېسټ مېچونو سره سره د 3 ټی ټونټی نړيوالو مېچونو سيريز كوي ۔ د بنګله دېش او هند ترمينځه دويم مېچ به سبا د جمعې ورځې څخه په ګرین پارک،کانپور كښې كيږي۔ په ټېسټ سيريز كښې د بنګله دېش لوبډلې مشري نجم الحسن شانټو او د كوربه لوبډلې مشري به نوموړے بېټر روهت شرما كوي۔ د ټېسټ سيريز څخه وروستو د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز اولنے مېچ به په 6 اکتوبر نیو مادھوراؤ سندھیا کرکټ سټیډیم، ګوالیار كښې كيږي۔ دويم مېچ به په 9 اکتوبر ارون جیټلی سټیډیم ، نوي ډيلي او درېم او وروستے ټي ټونټي مېچ به په 12 اكتوبر راجیو ګاندھی انټرنېشنل سټېډیم ،حېدر آباد كښې كيږي۔










