کوئټه 26 ستمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجنئيرامير مقام وئيلي دي د آئي اېم اېف لوظنامې سره به پاكستان كښې معاشي استحكام راشي٬ د سي پېك په دوېم فېز كښې به هم زيات كار په بلوچستان كښې كېږي٬ آئي اېم اېف سره په لوظنامه ترسره كېدو وزيراعظم شهباز شريف، د خزانې وفاقي وزير او حكومتي ډلې د مباركۍ مستحقې دي …
د آئي ايم ايف لوظنامې سره به پاكستان كښې معاشي استحكام راشي۔ وفاقي وزير انجنئير امير مقام ميډيا سره خبرې
کوئټه 26 ستمبر (اے پي پي) د کشمير او ګلګت بلتستان چارو او د سېفران وفاقي وزير انجنئيرامير مقام وئيلي دي د آئي اېم اېف لوظنامې سره به پاكستان كښې معاشي استحكام راشي٬ د سي پېك په دوېم فېز كښې به هم زيات كار په بلوچستان كښې كېږي٬ آئي اېم اېف سره په لوظنامه ترسره كېدو وزيراعظم شهباز شريف، د خزانې وفاقي وزير او حكومتي ډلې د مباركۍ مستحقې دي ٬ افغان حكومت له په پېښور كښې د قامي سرود د احترام په نه كولو سفارتكار بېرته بلل پكار دي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ په كوئټه كښې ميډيا سره كړې۔ ده ووئيل كه د ريفارمز او د آئيني بدلونونو خبره كوٶ نه دا نوې خبره نه ده٬ اصلاحات د عامو وګړو بهترۍ لپاره كېږي۔ ده د بلوچستان وسائلو، مسئلو او امن پحقله خبره كولو كښې ووئيل بلوچستان د پاکستان زړه دے او د دې ځاے وسائل د چا نه پټ نه دي٬ زمونږ وړومبۍ ترجيح هېواد لپاره كار كول او د دښمن اېجنډا ناكامه كول دي، زه د عديله بلوچ د جذبې ستائنه كوم ٬ په بلوچستان كښې په قانوني تجارت بنديز نشته او د قاچاق اجازه نشي وركړې كېدې ٬ زمونږ پام لرنه امن ته ده ٬ كوئټه او د صوبې په نورو ضلعو كښې د سوات ،شانګله او مالاکنډ ډويژن خواري كښو ته د كان كنۍ په څانګه كښې رامخې ته چېلنجونو او جائز مسئلو لپاره به په حكومتي كچه ښه اقدامات كولو لپاره ګورنر، وزيراعليٰ او کور کمانډر کوئټه سره ملاقاتونه كوم دغسې چې د دوي جائز مسئلې حل كړې شي۔ ده ووئيل آئي اېم اېف سره تړون وېرے دے، مونږ په پور اخستو خوشحاله نه يو خو آئي اېم اېف سره لوظنامه د وخت ضرورت ٶ، په كال 2016 كښې وزيراعظم محمد نواز شريف کچکول مات كړے ٶ، د پي ډي اېم حكومت په سخت وخت كښې پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كړے، مونږ د رياست د تحفظ په خاطر خپل سياست قربان كړے۔ ده ووئېل عدليه ځينې خلق سياست لپاره استعمالوي ٬ حكومت د مشاورت نه وروستو آئيني بدلونونه او اصلاحات د عامو وګړو په مسئلو كښې كمي لپاره كوي، د بده مرغه 30 كالو راهسې سائلينو ته په عدالتونو كښې انصاف نه ترلاسه كېږي ۔ انجنئير امير مقام ووئيل د تحريك انصاف اېجنډا په دروغو اډانه ده٬ په جلسو كښې د صوبې وسائل كارولې كېږي٬ په سوشل ميډيا د پروپېګنډې د لارې ځوانان ګمراه كوي خو د دوي خوبونه به رښتيا نه شي، باجوړ او رحيم يار خان كښې په انتخابات كښې د پاکستان تحريک انصاف كانديدانو ضمانتونه ضبط شوي دي۔











