كراچي 25 ستمبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر ايمل ولي خان وئېلي دي هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د پارليمان بر لاسے ضروري دے ٬اے اېن پي د آئيني عدالت ضرورت محسوسوي٬د يو جج دا اختيار نه وي پكار چې هغه منتخب وزيراعظم كور ته ولېږي٬وكيلان وروڼه د هېواد لپاره بنيادي كردار ادا كوي٬ د آئين تر مخه د پارليمان او جمهوريت مضبوطي لپاره كار كوي۔د اے …
اے اېن پي د آئيني عدالت ضرورت محسوسوي٬د پارليمان برلاسے ضروري دے ۔ايمل ولي خان
كراچي 25 ستمبر(اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټۍ مركزي صدر ايمل ولي خان وئېلي دي هېواد مخ په وړاندې بوتللو لپاره د پارليمان بر لاسے ضروري دے ٬اے اېن پي د آئيني عدالت ضرورت محسوسوي٬د يو جج دا اختيار نه وي پكار چې هغه منتخب وزيراعظم كور ته ولېږي٬وكيلان وروڼه د هېواد لپاره بنيادي كردار ادا كوي٬ د آئين تر مخه د پارليمان او جمهوريت مضبوطي لپاره كار كوي۔د اے اېن پي لخوا جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ كراچۍ بار اېسوسي اېشن ته خطاب كولو په مهال وكړه ۔ايمل ولي خان ووئېل په ژوند كښې په وړومبي ځل د كراچۍ بار اېسوسي اېشن وړاندې ولاړ يم٬كراچي بار يوه ګلدسته ده كومه كښې چې د ټولو قامونو وكيلان موجود دي٬بايد دا فورم د بشري بنيادي حقونو ٬ د پارليماني بر لاسي٬د آئين حكمرانۍ او اولس ته زر انصاف وركولو لپاره كار وكړي۔ده ووئيل د وكيلانو د تحريك قربانۍ منو٬هغه تحريك د يو جج بحالۍ لپاره نه بلكې د آئين بحالۍ لپاره ؤ ٬په دغه تحريك كښې د اے اېن پي هم مهم كردار ؤ ۔











