کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د بلوجستان وزيراعلی میر سرفراز بګټی په کراټے کومبېټ كښې د نړيوالې كچې ټائټل په ځاے ساتلو لوبغاړي شاه زېب رند له مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د صوبائي حكومت لخوا يۍ د هر ډول مرستې باور وركړو۔ كوئټې سره تعلق لرونكے نړيوال كمبېټ لوبغاړے شاه زېب رند چې د نهې په ورځ څه وخت كوئټې ته راورسېد …
د وزيراعلی مير سرفراز بګټي كراټے كومبيټ كښې د نړيوال ټائټل په ځاے ساتلو شاه زيب رند له مباركي

مزید خبریں
کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د بلوجستان وزيراعلی میر سرفراز بګټی په کراټے کومبېټ كښې د نړيوالې كچې ټائټل په ځاے ساتلو لوبغاړي شاه زېب رند له مباركي وركولو سره هغه لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه او د صوبائي حكومت لخوا يۍ د هر ډول مرستې باور وركړو۔ كوئټې سره تعلق لرونكے نړيوال كمبېټ لوبغاړے شاه زېب رند چې د نهې په ورځ څه وخت كوئټې ته راورسېد نو وزيراعلی مير سرفراز بګټي ورته په هوائي مېدان هركلے ووے او ځان ته يۍ رانزدے كړو۔ وزیر اعلٰی شاه زېب رند له د بريا لړۍ په ځاے ساتلو مباركي وركړه او دې لپاره د هڅو او خوارۍ كولو يۍ ده له شاباسې وركړو۔ وزيراعلی ووئيل بلوچستان او پاكستان په تا وياړي٬ ستاسو په څير صلاحيت لرونكو ځوانانو سره د هېواد سباؤن تړلے دے٬ د بلوچستان ځوانانو لپاره تاسو د ترقۍ مثال يۍ۔ ده شازېب رند ته وزيراعلی هاؤس ته د راتلو بلنه وركړه۔ په دې موقعه صوبائي وزيران بخت کاکړ، میر عاصم کرد ګیلو، د وزیراعلٰی د لوبو صلاحكاره مینا مجید بلوچ، د بلوچستان حكومت وياند شاهد رند، د لوبو سېكتر قمر بلوچ او نور اعلی چارواكي موجود وو۔










