پېښور ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور د صوبې اولس لپاره د يو مهم فلاحي ګام په توګه د لائف انشورنس په صحت كارډ كښې د شاملولو اصولي پرېكړه كولو سره اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې زر تر زره باضابطه پلان تيارولو سره منظورۍ لپاره د وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ دا پرېكړه ده د ګل په ورځ صحت كارډ …
د خيبر پښتونخوا وزيراعلی په مشرۍ كښې غونډه ٬ د لائف انشورنس په صحت كارډ كښې د شاملولو پريكړه
پېښور ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا وزيراعلی علي امين خان ګنډاپور د صوبې اولس لپاره د يو مهم فلاحي ګام په توګه د لائف انشورنس په صحت كارډ كښې د شاملولو اصولي پرېكړه كولو سره اړوندو چارواكو ته په دې لړ كښې زر تر زره باضابطه پلان تيارولو سره منظورۍ لپاره د وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ دا پرېكړه ده د ګل په ورځ صحت كارډ پلس سره د اړوندې يوې غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ وزیراعلیٰ په پشاور انسټیټیوټ آف کارډیالوجی كښې د صحت کارډ لاندې د رېټس كمېدو له امله د زړه رنځ سره د مخ رنځورانو د آپرېشن نه كېدو شكايتونو نوټس اخستو سره اړوندو چارواكو ته د صحت كارډ لاندې د زړه د آپرېشنونو باوري كولو هدايت كولو سره وئيلي چې په دې راتلونكي ټول خرڅونه به صوبائي حكومت پورته كوي ٬ رنځوران دې مالي بوج سره مخ نه كړې شي۔ وزیر اعلیٰ غونډې ته خطاب كښې ووئيل اوسنې حكومت له اولنۍ ورځې څخه د صحت كارډ په مد كښې اسټېټ لائف انشورنس كمپنۍ ته ادائيګۍ په ترجيحي بنيادونو كوي۔ ده ووئيل د صحت كارډ لاندې اولس ته د درملنو وېړيا آسانيو وركولو كښې دې كوم خنډ رامخے ته نه كړے شي











