کراچۍ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سندهـ وزيراعلی سيد مراد علي شاه پښتنو له د کلتوري ورځې په موقع مباركي وركولو سره وئيلي دي په سندهـ صوبه کې د پښتنو لويه شميره اوسيږي ، پښتانه زمونږ وروڼه دي۔ په خپل جاري پېغام كښې ده ووئيل پښتانه يو پخوانے تاريخ او كلتور لري٬ د پښتنو يوه لويه برخه پاکستان پيپلز پارټۍ سره تړون لري٬ پيپلز پارټي په هېواد كښې د …
د سندھ وزير اعلی سيد مراد علي شاه د پښتنو كلتوري ورځې په موقعه قام له مباركي
کراچۍ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) د سندهـ وزيراعلی سيد مراد علي شاه پښتنو له د کلتوري ورځې په موقع مباركي وركولو سره وئيلي دي په سندهـ صوبه کې د پښتنو لويه شميره اوسيږي ، پښتانه زمونږ وروڼه دي۔ په خپل جاري پېغام كښې ده ووئيل پښتانه يو پخوانے تاريخ او كلتور لري٬ د پښتنو يوه لويه برخه پاکستان پيپلز پارټۍ سره تړون لري٬ پيپلز پارټي په هېواد كښې د يو مركزي سياست ګوند حېثيت لري۔ مراد علي شاه ووئيل پيپلز پارټۍ تل په لساني بنياد د تقسيم مخالفت كړے دے۔ په پاكستان پيپلز پارټۍ كښې د پښتنو مهم سياسي كردار دے۔ ده ووئيل ټولو پښتنو ته د هغوي د كلتوري ورځې په موقعه د زړه له کومي مبارکي وايم











