د بلوچستان وزیراعلیٰ میرسرفراز بګټي سره صوبائی وزيرانو میر صادق عمرانی،بخت محمد کاکړ او د پارلیمانی سیکرټری نوابزادہ زرین خان مګسی ملاقات

کوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره صوبائی وزيرانو میر صادق عمرانی، بخت محمد کاکړ او پارلیمانی سیکرټري نوابزادہ زرین خان مګسی ملاقات کښې د اولسي مسئلو حل لپاره په اقدامات او د خپلو خپلو محکمو انتظامي چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د صحت صوبائی وزیر بخت محمد کاکړ د پشتون کلچر ډے په مناسبت سره وزیراعلیٰ ته روایتی پشتون …

کوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره صوبائی وزيرانو میر صادق عمرانی، بخت محمد کاکړ او پارلیمانی سیکرټري نوابزادہ زرین خان مګسی ملاقات کښې د اولسي مسئلو حل لپاره په اقدامات او د خپلو خپلو محکمو انتظامي چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په دې موقع د صحت صوبائی وزیر بخت محمد کاکړ د پشتون کلچر ډے په مناسبت سره وزیراعلیٰ ته روایتی پشتون پټكے پسر كړه۔وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي د پشتون كلچر ډے په موقع بلوچستان كښې مېشته ټولو قامونو له په پشتون كلچر ډے مبارکي وركړه۔ده ووئيل كلتور د هري سيمي پېژنګلو رامخې ته كولو كښې لويې اهمیت لري،پښتون كلتور كښې مينه ، احترام، همغږي او د روادارۍ درس ترلاسه كېږي۔وزیراعلیٰ ووئيل په قامي كچه د كلتورونو رامخې ته كولو سره قامي يووالي ته وده وركړې كيدې شي۔ده ووئيل په پاکستان كښې مېشته ټول قامونه د قامي جذبې سره د پاکستان پرمختګ او سوكالۍ كښې خپل كردار ترسره كوي۔میر سرفراز بګټي د صوبائی وزيرانو سره خبرو كښې ووئيل محکمه جاتی اصلاحات د لارې سروس ډلیوری نظام ښه كولو ته پام لرنه كوو دغسې چې د اولس مسئلې حل كړې شي ،صوبائي وزيران ، پارلیمانی سیکرټریز او د اسمبلۍ غړي دې د اولس د مسئلو حل كولو لپاره متحرك کردار ترسره كړي۔ وزیراعلیٰ د دې عوم پخلے وكړو چې د محکمو فعالولو سره سروس ډلیوری ښه كيدې شي ځكه چې د ګورننس ښه والي سره اولسي مسئلې حل كيدې شي۔