كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د مېرمنو ونګ صوبائي ډپټي عمومي سېكرترې سكينه عبدالله خان وئيلي دي پښتون كلتور د پاكستان په كلتوري ګلدسته كښې ښائسته ګل دے۔ د ګل په ورځ د پښتون كلتور ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د پښتون كلتور اساس، مينه،مېلمستياﺀ او فطرت سره محبت دے۔ دې د پښتون اولس پشمول ټول قام ته د پښتون كلتور ورځې …
پښتون كلتور د پاكستان په كلتوري ګلدسته كښې يو ښائسته ګل دے٬ پيپلز پارټي ووېمن ونګ
كوئټه 23 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي د مېرمنو ونګ صوبائي ډپټي عمومي سېكرترې سكينه عبدالله خان وئيلي دي پښتون كلتور د پاكستان په كلتوري ګلدسته كښې ښائسته ګل دے۔ د ګل په ورځ د پښتون كلتور ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د پښتون كلتور اساس، مينه،مېلمستياﺀ او فطرت سره محبت دے۔ دې د پښتون اولس پشمول ټول قام ته د پښتون كلتور ورځې مباركي وركړه۔ سكينه عبدالله خان ووئيل د پاكستان متنوع كلتور زمونږ د تولنې ښكلا او پېژندګلو ده ٬ مونږ په دې وياړ لرو٬ پيپلز پارټي د هېواد ټولو كلتورونو ته په برابر اهميت او درجه وركولو باور لري۔











