فرانس سره د پاكستان د دوستۍ اړيكې ډېرې مهمې دي٬د فرانس پالېسي جوړونكو او پريكړه كونكو سره نزدې روابط ډېر ضروري

اسلام آباد 14 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې فرانس سره د پاكستان د دوستۍ اړيكې ډېرې مهمې دي٬د فرانس پالېسي جوړونكو او پريكړه كونكو سره نزدې روابط ډېر ضروري دي۔ اولس مشر دا خبره په فرانس كښې د پاكستان نومولې شوي سفير معين الحق سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې پھ ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔اولس …

اسلام آباد 14 جون(اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې فرانس سره د پاكستان د دوستۍ اړيكې ډېرې مهمې دي٬د فرانس پالېسي جوړونكو او پريكړه كونكو سره نزدې روابط ډېر ضروري دي۔ اولس مشر دا خبره په فرانس كښې د پاكستان نومولې شوي سفير معين الحق سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې پھ ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔اولس مشر ووئيل چې په اوسنو حالاتو كښې د خوږ وطن د ګټو تحفظ لپاره د سفيرانو ذمه وارۍ ډېرې زياتې شوي دي۔دوي ته پكار دي چې هغوي خپل ټول صلاحيتونه او پوهه په كار راوستلو سره په بهرنۍ نړۍ كښې د هېواد تاثر ښه كړي او د دې وخت د پیچلو مسئلو حل لپاره خپل صلاحيتونه زيات كړي۔اولس مشر ووئيل چې فرانس د اروپاﺀ مهم هېواد دے كوم چې په نړيوالو معاملو كښې مهم كردار ترسره كوي۔دا په نظر كښې ساتلو سره پاكستان فرانس سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔اولس مشر ووئيل چې فرانس د يو اعتبار وړ هېواد دے كوم چې په بېلا بېلو څانګو كښې د پاكستان ضروريات پوره كوي۔ده نومول شوي سفير ته هدايت وكړو چې هغه د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د فرانس حكومت٬تهينك ټېنكس او نورې اړوند ادارې د پاكستان د هڅو او په دې لړ كښې د كاميابو او د پاكستاني اولس د قربانو څخه خبر كړي۔ده ووئيل چې پاكستان فرانس سره د تجارت٬سرمايه كارۍ٬معيشت٬دفاع٬تعليم او د كلتور پشمول په ټولو څانګو كښې پراخا اړيكې غواړي۔ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت زياتولو پراخا امكانات موجود دي او په دې كار كولو ضرورت دے۔ده سفير ته ووئيل چې د فرانس سرمايه كار دې په پاكستان كښې سرمايه كارۍ ته راغب كړي او هغه دې په پاكستان كښې د سرمايه كار دوست پالېسو څخه خبر كړي

مزید خبریں