پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) خېبر ميډيکل يونيورسټي (کے اېم يو) د سيوري لاندي د صوبے په ميډيکل او ډينټل کالجونو كښې داخلو لپاره د اتوار په ورځ اېم ډي کيټ ټيسټ کاميابۍ سره وشو۔ ټيسټ د صوبے په 7 ښارونو پېښور ، ايبټ آباد، کوهاټ، چکدره، مردان، سوات او ډيره اسماعيل خان په 13 امتحاني مرکزونو كښې وشو۔ ټيسټ كښې 42329 زدكونكو ګډون وكړو۔د ټيسټ په ښه انتظاماتو …
پېښور ، د صوبے ميډيکل او ډينټل کالجونو كښې داخلو لپاره اېم ډي کيټ ټيسټ، 42329 زدكونكو ګډون وكړو
پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) خېبر ميډيکل يونيورسټي (کے اېم يو) د سيوري لاندي د صوبے په ميډيکل او ډينټل کالجونو كښې داخلو لپاره د اتوار په ورځ اېم ډي کيټ ټيسټ کاميابۍ سره وشو۔ ټيسټ د صوبے په 7 ښارونو پېښور ، ايبټ آباد، کوهاټ، چکدره، مردان، سوات او ډيره اسماعيل خان په 13 امتحاني مرکزونو كښې وشو۔ ټيسټ كښې 42329 زدكونكو ګډون وكړو۔د ټيسټ په ښه انتظاماتو كولو د زدكونكو والدينو د كے اېم يو ، وفاقي او صوبائي ادارو او پي اېم ډي سي کارکردګي وستائله۔په دې موقع د هيلتھ سيکرټري ،د پېښور کمشنر ، د هيلتھ ډي جي ، اېف آئي اے، آئي بي اړوندو چارواكو د کے اېم يو وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر ضياء الحق سره د پېښور د ټولو امتحاني مرکزونو دوره وكړه۔ د کے اېم يو وي سي پروفيسر ډاکټر ضياء الحق په كامياب ټيسټ كولو د کے اېم يو سټاف، چيف سيکرټري، ډويژنل او ډپټي کمشنرانو، ډي پي اوز، ټريفك پوليس او سکيورټي ايجنسيو په مرسته كولو مننه وكړه ۔ ده ووئيل د ټيسټ حتمي نتيجې به په 72 ساعتونو كښې اعلان كړې شي كوم به چې د کے اېم يو په آفيشل ويب سائيټ كتلې شي۔










