پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا مخصوص درې ضلعو ټانك، لكي مروت او ډيره اسماعيل خان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن دويم پړاؤ به (سبا) د ګل په ورځ پيل كېږي۔د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمي د اړخه جاري شوې رپورټ كښې وئيلي شوې چې د پوليو مخنيوي كمپائن دويم پړاؤ به د ګل په ورځ پيل كېږي چې پكښې به د خېبرپښتونخوا مخصوص درې ضلعو ټانك، …
د خېبر پښتونخوا مخصوص درې ضلعو ټانك، لكي مروت او ډيره اسماعيل خان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن دويم پړاؤ به (سبا) پيل كېږي
پېښور 22 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا مخصوص درې ضلعو ټانك، لكي مروت او ډيره اسماعيل خان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن دويم پړاؤ به (سبا) د ګل په ورځ پيل كېږي۔د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمي د اړخه جاري شوې رپورټ كښې وئيلي شوې چې د پوليو مخنيوي كمپائن دويم پړاؤ به د ګل په ورځ پيل كېږي چې پكښې به د خېبرپښتونخوا مخصوص درې ضلعو ټانك، لكي مروت او ډيره اسماعيل خان كښې د پوليو مخنيوي كمپائن په مهال 672715 ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي۔د كمپائن په مهال ضلع ټانك كښې 94457، لكي مروت كښې 205532 او ډيره اسماعيل خان كښې 372726 ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكو وركولو هدف مقرر شوې كوم لپاره چې تربيت لرونكي پوليو وركرز 4547 ډلي جوړي شوې دي ۔ د دې كمپائن په مهال سيكورټي لپاره 4896 پوليس اهلكار تعينات كړې شوي۔










