د بلوچستان وزيراعليٰ ايشين چيمپئن شپ ټرافي هاكي ټورنامنټ كښې د پاكستان ډلې په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه وكړه

كوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ ايشين چيمپئن شپ ټرافي هاكي ټورنامنټ كښې دريم او څلورم پوزيشن لپاره شوي ميچ كښې د پاكستان ډلي په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره د پاكستان په كاميابۍ ټول قام له مباركي وركړه۔خپل جاري بيان كښې د بلوچستان وزيراعليٰ ووئيل د كوريا او پاكستان ترمينځه ميچ كښې د پاكستان لوبغاړو محمد سفيان خان ، عبدالحنان شاهد ، او رومان د …

كوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ ايشين چيمپئن شپ ټرافي هاكي ټورنامنټ كښې دريم او څلورم پوزيشن لپاره شوي ميچ كښې د پاكستان ډلي په كاميابۍ د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره د پاكستان په كاميابۍ ټول قام له مباركي وركړه۔خپل جاري بيان كښې د بلوچستان وزيراعليٰ ووئيل د كوريا او پاكستان ترمينځه ميچ كښې د پاكستان لوبغاړو محمد سفيان خان ، عبدالحنان شاهد ، او رومان د ښې كاركردګۍ څرګندونه كړې دغسې په مجموعي توګه ټولي ډلي ښه لوبه كړې ۔وزيراعلٰيٰ مير سرفراز بګټي ووئيل د پاكستان ډلي په ښې كاركردګۍ د پاكستان هاكي فيډريشن صدر مير طارق حسين بګټي ، كپتان او ټول قام د مباركۍ مستحق دے۔د ډلي په محنت سره به د پاكستان هاكۍ ډله خپل مقام انشاءالله ډير زر ترلاسه كړي