پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) صوبائي سرښار پېښور په قلنګ اغستو كښې وړومبے دے ٬ په زياتره واردات كښې د افغانستان لمبر كارولې شوي۔ د سي ټي ډي رپورټ له مخې د صوبې په 17 ضلعو كښې سږ كال د قلنګ اغستو 98 درج مقدمو كښې 242 ملزمانو كښې 99 كسان نيولې شوي٬ د سي ټي ډي له مخې قلنګ لپاره زياتره فون كالز كښې د افغانستان نمبر استعمال …
صوبائي سرښار پېښور په قلنګ اغستو كښې وړومبے ٬ په زياتره واردات كښې د افغانستان لمبر كارولې شوي
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) صوبائي سرښار پېښور په قلنګ اغستو كښې وړومبے دے ٬ په زياتره واردات كښې د افغانستان لمبر كارولې شوي۔ د سي ټي ډي رپورټ له مخې د صوبې په 17 ضلعو كښې سږ كال د قلنګ اغستو 98 درج مقدمو كښې 242 ملزمانو كښې 99 كسان نيولې شوي٬ د سي ټي ډي له مخې قلنګ لپاره زياتره فون كالز كښې د افغانستان نمبر استعمال شوي٬ سي ټي ډي خپل رپورټ كښې واضح كړې چې په ضلع خېبر كښې په قلنګ اغستو كښې ككړ 6 تورن وژلې شوي٬ د قلنګ اغستو زياتې مقدمې (50) په پېښور كښې درج شوې دي٬ په قبائيلي ضلع خېبر كښې 11، ډيره اسماعيل خان كښې شپږ مقدمې درج شوې دي٬ په ډي آئي خان كښې 41 تورن په قلنګ اغستو كښې نامزد دي٬ په بره دير كښې 27، خېبر كښې 26 تورن نامزد شوې دي٬ په مردان كښې په قلنګ اغستو كښې 16٬ كوهاټ كښې 12 تورن نامزد شوې دي٬ پوليس له مخې قلنګ لپاره د راغلو كالونو زياتره خلق پوليس ته رپورټ نه كوي۔










