پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان سفارتي چارواكو لخوا د قامي سرود سپكاوي په ضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے شوے۔ په صوبائي اسمبلۍ كښې قرارداد د پاكستان پيپلز پارټي احمد كنډي لخوا جمع كړې شوے٬ په قرارداد كښې موقف خپل كړے شوے چې د قامي بېرغ په احترام كښې نه اودرېدل او ناست پاتې كېدل د سفارتي اصولو خلاف ورزي ده٬ په قرار داد …
د افغانستان سفارتي چارواكو لخوا د قامي سرود سپكاوي كولو په ضد قرارداد خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې جمع كړے شو
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د افغانستان سفارتي چارواكو لخوا د قامي سرود سپكاوي په ضد د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې قرارداد جمع كړے شوے۔ په صوبائي اسمبلۍ كښې قرارداد د پاكستان پيپلز پارټي احمد كنډي لخوا جمع كړې شوے٬ په قرارداد كښې موقف خپل كړے شوے چې د قامي بېرغ په احترام كښې نه اودرېدل او ناست پاتې كېدل د سفارتي اصولو خلاف ورزي ده٬ په قرار داد كښې مطالبه شوې چې د قامي سرود په سپكاوي دې د افغان لنډ مهاله قونصل جنرل په ضد د اسلام آباد او كابل په كچه سخت احتجاج رېكارډ كړے شي۔ د يادونې وړ ده په پېښور كښې د دستورې په مهال د افغانستان سفارتې چارواكي د قامي سرود غږېدو په مهال د اودرېدو په ځاے ناست وو٬ په دستوره كښې افغان سفارتي چارواكي وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور لخوا رابللې شوې وو۔










