پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور وئيلي چې صوبه كښې چیك پوسټونه ختمولو سره جرګه سسټم بحالوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده کېبنټ روم سول سېکرټرېټ پېښور كښې د "اختیار د اولس" پورټل پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د اولس اختیار نن اولس ته سپارؤ ، دې پورټل كښې کوالټي او په وخت د مسئلو حل كول مهم ساتلے شوي، كه …
صوبه كښې چیك پوسټونه ختمولو سره جرګه سسټم بحالوؤ۔ د خيبر پښتونخوا وزیراعلیٰ
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور وئيلي چې صوبه كښې چیك پوسټونه ختمولو سره جرګه سسټم بحالوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده کېبنټ روم سول سېکرټرېټ پېښور كښې د “اختیار د اولس” پورټل پرانستي دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل د اولس اختیار نن اولس ته سپارؤ ، دې پورټل كښې کوالټي او په وخت د مسئلو حل كول مهم ساتلے شوي، كه شكايت كونكي مطمئن نه وي نو شكايت به پورته آفیسر ته فارورډ كولے شي، ښه کارکردګي ښودونكو له به انعام وركولے شي۔ده ووئيل كه اولس ته اختیار ترلاسه شي نو مسئلې به حل شي، اولس ته خاص پام لرنه كوؤ، دا كار ستاسو د ټېكس په روپو كېږي۔علی امین ګنډا پور ووئيل پورټل څخه به معلومه شي چې ستاسو د ټېكس په روپو څه كېږي۔ده ووئيل نوي پورټل كښې خرابۍ لري كړې شوي، غیر قانونی بھرتۍ به ختمولې شي، د اولس د ټېكس روپۍ به ضائع كولې نشي، د غیر قانونی بھرتیو په اړه به پلټنې كولې شي، د کرپشن کونكو په ضد به سخته کارروائی كولې شي۔ دې څخه وړاندې د پورټل په اړه کابینې ته بریفنګ وركړے شو كوم كښې چې ووئيلې شوو چې د پورټل د لارې به د عام وګړي ګيلې درج كولې او د بېلو چارو آن لائن جاج اخستلے شي، پورټل كښې به اولسي ایجنډا، صحت، تعلیم، امن وامان او د میونسپل سروسز په اړه تفصیلات وركولې شي۔د بریفنګ له مخې د لینډ ریونیو،کرپشن، میل پرېکټس او پرمختيائي منصوبو په اړه به هم تفصیلات وركولې شي، د منصوبې مقصد حکومتی چارو كښې سپېځلتيا او د ځواب وركولو نظام قوي كول دي۔










