پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت د اېم ډي کيټ ټيسټ په مهال د موبائل فون سروس بند ساتلو پريكړه كړې ده دغسې چې امتحاني مرکز كښې د نقل مخنيوې وشي۔ د پېښور کمشنر دفتر د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې امتحاني مرکزونو سره نزدې د عام وګړو په جمع كېدو بندېز لګولو له د دفعه 144 نافذ كولو، د ټېسټ په مهال ټرافيك روان …
د خيبر پښتونخوا حکومت د ايم ډي کيټ ټيسټ په مهال د موبائل فون سروس بند ساتلو پريكړه
پېښور 18 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حکومت د اېم ډي کيټ ټيسټ په مهال د موبائل فون سروس بند ساتلو پريكړه كړې ده دغسې چې امتحاني مرکز كښې د نقل مخنيوې وشي۔ د پېښور کمشنر دفتر د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې امتحاني مرکزونو سره نزدې د عام وګړو په جمع كېدو بندېز لګولو له د دفعه 144 نافذ كولو، د ټېسټ په مهال ټرافيك روان ساتلو لپاره ټرافيك پلان ترتيب كولو، د امتحاني عملې او اُميدوارو حفاظت لپاره د پوليس او ليډي پوليس تعينات كولو اړوندو چارواكو ته سپارښتنه شوې۔ په دې اړه د پېښور کمشنر رياض محسود په مشرۍ كښې غونډه هم شوې چې پكښې د پېښور ډپټي کمشنر ، رجسټرار خېبر ميډيکل يونيورسټي، اېس پي سيکورټي، اېس پي سپيشل برانچ او نورو اړوندو ادارو انتظامي افسرانو پشمول نورو كسانو ګډون وكړو۔غونډه كښې امتحاني مرکزونو سره د نزدې موبائل فون ټاورز 4 ساعته بند ساتلو پرېكړه وشوه۔ په دې اړه پي ټي اے ته هم مراسله جاري کړې شوې ده،دا هم وئيلي شوې چې امتحاني هال کښې دننه به هم موبائل جېمرز لګولې شي۔په غونډه كښې ووئيل شول چې امتحاني مرکزونو سره نزدې د عامو وګړو په راجمع كيدو به د دفعه 144 له مخې بندېز لګولے شي۔ غونډي ته وينا كښې د پېښور ډويژن كمشنر رياض خان محسود اېم ډي کېټ ټېسټ لپاره اړوندو ادارو ته يو بل سره د رابطو لا قوي كولو احکامات جاري کولو سره په خپله د دې د نګرانۍ کولو اعلان کړې دغسې د ټيسټ په ورځ په 22 ستمبر د اتوار په ورځ د ضلعي انتظاميې پشمول د اړوندو ادارو د رخصتۍ منسوخ کولو احکامات جاري کړې شوي۔ دا خبره دې ياده وي چې پېښور كښې اېم ډي کېټ ټيسټ كښې 19 زره كانديدان برخه اخلي كوم لپاره چې 6 امتحاني مرکزونه جوړ شوي










