کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د شورؤ په ورځ د سبي ضلعې لهړي تحصيل ته ورسيد چرته چې هغه په ډومكي هاؤس كښې د اروښاد سرفراز خان ډومكي په مړينه د هغه برخوردار مير كوهيار خان ډومكي ٬ ورور مير حېر بيار خان ډومكي او نورو پسماندګانو سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقعه د بلوچستان وزيراعلی د ارواښاد سردار سرفراز …
د بلوچستان وزيراعلی د سردار سرفراز خان ډومكي په مړينه د هغه برخوردار سره غمرازي
کوئټه۔ 18 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي د شورؤ په ورځ د سبي ضلعې لهړي تحصيل ته ورسيد چرته چې هغه په ډومكي هاؤس كښې د اروښاد سرفراز خان ډومكي په مړينه د هغه برخوردار مير كوهيار خان ډومكي ٬ ورور مير حېر بيار خان ډومكي او نورو پسماندګانو سره غمرازي او فاتحه خواني وكړه۔ په دې موقعه د بلوچستان وزيراعلی د ارواښاد سردار سرفراز خان ډومكي خذماتو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې ارواښاد يو معتبر قبائلي شخصيت كېدو سره سره يو زيرك سياستمدار او مېلما دوست انسان ؤ۔ هغه تل د خېر خواښۍ جذبې سره د اولس خذمت كړې٬ په سياسي چارو كښې يۍ تل صبر ٬ تهذيب او شائستګۍ سره مثبت كردار ترسره كړے۔ د هغه پارليماني كردار به هېواد سره د مينه لرونكي وګړي په توګه تل ياد ساتلے شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ د بلوچستان اعلی وزير د ارواښاد سردار سرفراز خان ډومكي فرزند مير كوهيار خان ډومكي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګندونه كړه چې هغه به د خپل پلار په نقش قدم تللو سره د هېواد ٬ قام او بلوچستان د پرمختګ مشن مخ په وړاندې بوځي۔ په دې موقعه سېنېټر میر دوستین خان ډومکی، سېنېټر دنیش کمار او د پخواني نګران وزيراعلی مير علي مردان خان ډومكي په شمول ګرد هېواد څخه راغلې سياستمدار ٬ قبائلي شخصيات ٬ افسران او د ژوند بېلو طبقو سره تعلق لرونكي وګړي موجود وو۔










