د نبي آخر الزمان ﷺ په تعليمات عمل كولو سره پرمختګ او سوكالي ممكن ده۔بيرسټر سېف

پېښور 17 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو صوبائي مشير بيرسټر ډاکټر سېف د عيد ميلاد النبي ﷺ 12 ربيع الاول په اره خپل پيغام كښې ووئيل 12 ربيع الاول، عيد ميلاد النبي ﷺ په موقع ټولو مسلمانانو له مباركي وركوم،خاتم النبيين حضرت محمد ﷺ الله آخري نبي دے او د هغه نه پس تر قيامت به كوم نبي نه راځي، ربيع الاول مياشت او د 12 ربيع الاول ورح …

پېښور 17 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو صوبائي مشير بيرسټر ډاکټر سېف د عيد ميلاد النبي ﷺ 12 ربيع الاول په اره خپل پيغام كښې ووئيل 12 ربيع الاول، عيد ميلاد النبي ﷺ په موقع ټولو مسلمانانو له مباركي وركوم،خاتم النبيين حضرت محمد ﷺ الله آخري نبي دے او د هغه نه پس تر قيامت به كوم نبي نه راځي، ربيع الاول مياشت او د 12 ربيع الاول ورح په خاص توكه زمونږ لپاره لوئ اهميت لري۔خپل پيغام كښې ده ووئيل دا يوه عظيم ورځ ده او دا ورځ زمونږ څخه غوښتنه كوي چې د خپلو اعمالو ، خپلو اخلاقو ،خپل ژوند محاسبه وكړو او دا اوګورو چې زمونږ په ژوند كښې د تعليمات نبوي څومره اثر دے۔ده ووئيل قرآن مجيد د نبي کريم ﷺ ژوند مبارك زمونږ لپاره يو کامل نمونه ګرځوي، 12 ابيع الاول په موقع د سيرت النبيﷺ په سرخط پروګرامونو كولو ته اړتيا ده دغسې چې نوې نسلونه د سيرت النبيﷺ څخه خبر كړې شي۔ بيرسټر ډاکټر سېف ووئيل د صوبائي حکومت د اړخه په ټوله صوبه كښې د جشنِ ولادتِ رسول ﷺ په ښه ډول اهتمام شوې۔ده ووئيل خاتم النبيين حضور ﷺ سيرت زمونږ لپاره د لارې مشعل دے۔