د خاتم النبيين حضرت محمد (ص) د زيږيدنې ورځ سبا ںب مذهبي جوش او جذبه لمانځلې شي

فېصل آباد ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د خاتم النبیین، رحمت للعالمین، سرکار دوعالم، فخر موجودات، سرورکائنات حضرت محمد(ص) د زېږېدنې ورځ سبا د نهې په ورځ د ربيع الاول په 12 مه نېټه په مذهبي جوش او جذبه ٬ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د عید میلاد النبیؐ جشن لپاره ټولې تياريانې بشپړې كړې شوي۔ په دې بابركته او مقدسه موقعه به نن د فېصل آباد ډويژن …

فېصل آباد ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د خاتم النبیین، رحمت للعالمین، سرکار دوعالم، فخر موجودات، سرورکائنات حضرت محمد(ص) د زېږېدنې ورځ سبا د نهې په ورځ د ربيع الاول په 12 مه نېټه په مذهبي جوش او جذبه ٬ عقيدت او احترام سره لمانځلې شي۔ د عید میلاد النبیؐ جشن لپاره ټولې تياريانې بشپړې كړې شوي۔ په دې بابركته او مقدسه موقعه به نن د فېصل آباد ډويژن څلورو واړو ضلعو فېصل آباد، جھنګ، ټوبه ټېک سنګھ او د چنیوټ په شمول په ګرد هېواد كښې د سيرت كنفرنسونو ٬ جلسې جلوسونو او د نعت او درود وسلام محفلونه تابيا كولې شي۔ په دې موقعه به علماﺀ كرام ٬ مشائخ ٬ مذهبي سكالران په بېلو محفلونو او سيمينارونو كښې د نبي علېه السلام په مبارك ژوند او سيرت رڼا اچوي۔ په فېصل آباد كښې به نن د نهې په ورځ 158لاريونونه ويستلې شي او د ميلاد مصطفی او نعتونو 34 محفلونه به تابيا كولې شي چې امنيت لپاره به يۍ د اېس پیز، ډی اېس پیز،انسپکټرز،سب انسپکټرز،اے اېس آئی، هېډ کانسټېبلز او کانسټېبلز په شمول نزدې څلور زره پوليس اهلكار خپل فرض ترسره كوي۔ دې سره سره د ايليټ فورس 4 چټك ډلې به ښار كښې ګشت هم كوي۔ په ښار كښې ځايې په ځايې سي سي ټي وي كېمرې هم لګولې شوي دي۔ بلخوا نجي ٬ سركاري او نيم سركاري ادارې ٬ كورونه ٬ لاری ٬ جوماتونه ٬ ماركيټونه او پاركونه په برقي مشالونو روښانه او په فلېكسز ٬ بېنرو ٬ پرچمونو سنګار كړې شوي دي۔ په دې موقعه په ګېرېژنز كښې به هم خصوصي دستورې كولې شي۔ د ګرد هېواد په جوماتونو كښې به قرآن خواني او د هېواد سلامتيا٬ بقا ٬ پرمختګ ٬ د آئين سرلوړۍ ٬ د ترهګرۍ خاتمې او اولسي خېر ښېګړې له خصوصي دعاګانې غوښتلې شي۔ په دې لړ كښې د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان مشر مولانا زاهد محمود قاسمي په شمول د بېلو مسلكونو علماﺀ كرامو او سكالرانو وئيلي دي د حضور پاکؐ ژوند مبارك د لارې مشال جوړولو سره په زړه پورې كاميابۍ ترلاسه كېدې شي۔ دوئي ووئيل په دې موقعه به مونږ له د دې لوظ پخلے كول وي چې مونږ به خپلمنځه اختلافات هېرولو سره په خپلو صفونو كښې يو والې پېدا كوؤ او د هېواد تعمير او پرمختګ كښې به د خپل برخې كردار ترسره كوؤ