د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر د سردار خان ډومكي په مړينه غمرازي ښكاره كره ٬ هغه يو غوره پارلېمنټرين او د اولس د خدمت جذبه لرونكے لارښود ؤ

کوئټه۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن ريټائرډ عبد الخالق خان اچكزئي د سردار سرفراز خان ډومكي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د محترم ملګري ٬ د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د لوكل ګورنمنټ وزير سردار سرفراز خان ډومكي د مړينې خبر په اورېدو زيات خفه شوم۔ د هغه په حق رسېدو سره …

کوئټه۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر كېپټن ريټائرډ عبد الخالق خان اچكزئي د سردار سرفراز خان ډومكي په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د غمرازۍ خپل بيان كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر ووئيل د محترم ملګري ٬ د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د لوكل ګورنمنټ وزير سردار سرفراز خان ډومكي د مړينې خبر په اورېدو زيات خفه شوم۔ د هغه په حق رسېدو سره زمونږ په اسمبلۍ او صوبه كښې يوه خلا رامخې ته شوې۔ سپیکر زياته كړه چې سردار سرفراز خان ډومكي يو بهترين پارليمنټېرين او د اولسي خذمت جذبه لرونكے لارښود ؤ۔ د صوبې پرمختګ لپاره د ارواښاد خذمات به تر ډېرې مودې ياد ساتلې شي۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم توفيق وركړي