چنائي 16ستمبر (اے پي پي) د هند او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو د مشتمل سيريز وړومبے ټيسټ 19 نه تر 23 ستمبر اېم چدمبرم سټيډيم،چنائي كښې كولې شي۔بنګله دېش ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د خپلې دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد 2 ټيسټ او 3 د ټي ټونټي کرکټ ميچونو سيريز کوي۔د هند او بنګله دېش …
د هند او بنګله دېش ترمينځه د دوو ټيسټ ميچونو سيريز وړومبے ټيسټ 19 ستمبر څخه پيل كېږي

مزید خبریں
چنائي 16ستمبر (اے پي پي) د هند او بنګله دېش کرکټ ډلو ترمينځه په دوو ټيسټ ميچونو د مشتمل سيريز وړومبے ټيسټ 19 نه تر 23 ستمبر اېم چدمبرم سټيډيم،چنائي كښې كولې شي۔بنګله دېش ډله دا مهال د هند په دوره ده چرته به چې د خپلې دورې په مهال د كوربه ډلي په ضد 2 ټيسټ او 3 د ټي ټونټي کرکټ ميچونو سيريز کوي۔د هند او بنګله دېش ډلو ترمينځه د دوو ټيسټ ميچونو سيريز به په 19 ستمبر پيل كېږي،دا ميچ به اېم چدمبرم سټيډيم،چنائي كښې كېږي، دغسې دويم او آخري ټيسټ ميچ به په 27 ستمبر نه تر 01 اکتوبر ګرين پارك،کانپور كښې كولې شي۔ ټيسټ سيريز كښې به د بنګله دېش ډلي مشري نجم الحسن شانټو كوي دغسې د هند ډلي مشري به روهت شرما کوي۔د ټيسټ سيريز نه بس به د دواړه ډلو ترمينځه د درې ټي ټونټي ميچونو سيريز په 6 اکتوبر پيل كېږي كوم به چې نيو مادھوراؤ سندھيا کرکټ سټيډيم، ګواليار كښې كولې شي۔دويم ټي ټونټي ميچ به په 9 اکتوبر ارون جيټلي سټيډيم ،نوي ډيلي كښې كېږي دغسې دريم او آخري ټي ټونټي ميچ به په 12 اکتوبر راجيو ګاندھي انټرنېشنل سټيډيم ،حيدر آباد كښې كېږي










