لاهور۔14ستمبر (اے پی پی) د استحکام پاکستان پارټۍ (آئی پی پی) عمومي سېكتر میاں خالد محمود وئيلي دي چې د نبي پاك (ص) ژوند ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو بشپړ ضابطه اخلاق دے۔ د خالي په ورځ په جاري كړي خپل يو بيان كښې ده ووئيل د حضور پاك (ص) پاك ژوند څخه لارښودنه اخستلو سره د هېواد او قام مسئلې حل كېدې شي۔ نبي كريم (ص) د ټولو انبياﺀ …
د نبي پاك (ص) ژوند ټولې اسلامي نړۍ لپاره يوه بشپړه ضابطه اخلاق دے ، میاں خالد محمود
لاهور۔14ستمبر (اے پی پی) د استحکام پاکستان پارټۍ (آئی پی پی) عمومي سېكتر میاں خالد محمود وئيلي دي چې د نبي پاك (ص) ژوند ټولې اسلامي نړۍ لپاره يو بشپړ ضابطه اخلاق دے۔ د خالي په ورځ په جاري كړي خپل يو بيان كښې ده ووئيل د حضور پاك (ص) پاك ژوند څخه لارښودنه اخستلو سره د هېواد او قام مسئلې حل كېدې شي۔ نبي كريم (ص) د ټولو انبياﺀ علېهم السلام سردار دے ، هغوي په ټول كائنات كښې تر ټولو افضله هستي ده۔ ده ووئيل د پېغمبر اسلام (ص) په پاك ژوند كښې ټول انسانيت لپاره كامله نمونه پرته ده۔ د هغوي د تعليماتو په رڼا كښې د عدل، تجارت او معیشت ټولو قوانين او ادارې منظم كېدې شي۔ ده ووئيل حضور علېه السلام په نړۍ كښې تر ټولو وړاندې مېرمنو او اقليتونو ته حقونه وركړل۔











