د خيبر پښتونخوا، په بيلا بيلو ضلعو كښې د ضمني بلدياتي ټاكنو شيډول جاري٬ پولنګ به په 20 اكتوبر كېږي

پېښور 13 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو كښې د نېبرهډ او وېلېج کونسلونو په خالي چوكو به ضمني بلدياتي ټاكنې په شلم اكتوبر كېږي۔ د صوبائي الېكشن كمېشن لخوا د جاري شېډول له مخې د نامزدګۍ کاغذونو جمع كولو لړۍ به 16م ستمبر څخه پېل كېږي او تر 19 ستمبر به دوام لري٬ په شلم ستمبر به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي٬ د …

پېښور 13 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په بېلا بېلو ضلعو كښې د نېبرهډ او وېلېج کونسلونو په خالي چوكو به ضمني بلدياتي ټاكنې په شلم اكتوبر كېږي۔ د صوبائي الېكشن كمېشن لخوا د جاري شېډول له مخې د نامزدګۍ کاغذونو جمع كولو لړۍ به 16م ستمبر څخه پېل كېږي او تر 19 ستمبر به دوام لري٬ په شلم ستمبر به د كانديدانو فهرست جاري كولې شي٬ د كاغذونو جانچ پړتال به د 21 نه تر 24 او په 25م ستمبر به د منظور شوې كانديدانو فهرست جاري كولې شي، د کاغذونو د منظورۍ او مسترد كېدو په ضد اپيلونه به د 26 ستمبر نه تر 28 ستمبر جمع كېدې شي او په دې به پرېكړه په 02 اكتوبر كولې شي٬ په درېم اكتوبر به كانديدان خپل د نامزدګۍ كاغذونه بېرته اخستې شي او په 4م اكتوبر به د كانديدانو حتمي فهرست جاري كولې شي او دوي ته به انتخابي نشان الاټ كولې سي٬ پولنګ به په 20م اکتوبر كېږي او په 23 اكتوبر به ريټرننګ افسران حتمي نتجې اعلانوي۔ د الېكشن كمېشن لخوا په جاري اېس او پيز دې په سختۍ سره عمل وكړې شي