اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) قومي لوبډله به په اېشين نېټ بال چېمپئن شپ كښې ګډون كولو لپاره ﴿نن﴾ د ګل په ورځ مالېزيا ته ځي۔ دا چېمپئن شپ د دسمبر په 13مه نېټه پېل كېږي چې پكښې د شپږ لوبډلې ګډون كوي۔ په دې لوبډلو كښې د سنګاپور٬ پاكستان٬ هند٬ مالېزيا٬ برونائي او هانګ كانګ لوبډلې شاملې دي۔ د مالېزيا لوبډله به د ټائټل دفاع كوي۔ د پاكستان وړومبې مېچ به د دسمبر په 13مه نېټه سهار لس بجې د سنګاپور٬ دويم مېچ هم په دې ورځ ماښام شپږ بجې د هند او دريم مېچ د دسمبر په 14مه نېټه د هانګ كانګ په ضد وي۔ د مالېزيا په ضد به پاكستان خپل مېچ د دسمبر په 15مه نېټه كوي۔