کوئټه 11 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان تربت بازار كښې د چاؤدني په نتيجه كښې د ميرمن پشمول 5 كسان ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د شورو په ورځ د کيچ ضلعې هيډکوارټر تربت بازار كښې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې ظريف ، ظفر ، عدنان، اويس او يوه ميرمن ژوبل شوه ۔ اطلاع ترلاسه كيدو سره پوليس او امدادي ډلي د پېښي ځاے ته ورسيدې۔د چاؤدني …
د بلوچستان په تربت باراز كښې چاؤدنه،د ميرمن پشمول 5 كسان ژوبل شول
کوئټه 11 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان تربت بازار كښې د چاؤدني په نتيجه كښې د ميرمن پشمول 5 كسان ژوبل شوې دي۔پوليس له مخې د شورو په ورځ د کيچ ضلعې هيډکوارټر تربت بازار كښې چاؤدنه وشوه چې په نتيجه كښې ئې ظريف ، ظفر ، عدنان، اويس او يوه ميرمن ژوبل شوه ۔ اطلاع ترلاسه كيدو سره پوليس او امدادي ډلي د پېښي ځاے ته ورسيدې۔د چاؤدني نه پس بم ډسپوزل سکواډ په سمدستي توګه راوبللے شو۔چاؤدنه كښې ژوبل كسان ځائې روغتون ته رسولې شوي چرته چې هغوي له ابتدائي طبي امداد وركړے كيږي۔بلخوا د بلوچستان حکومت وياند شاهد رند د تربت بمي چاؤدني غندنه كولو سره وئيلي دي د بلوچستان حكومت د چاؤدني د پلټنو امر كړے۔ده ووئيل د بلوچستان حکومت د اړخه د كورنيو چارو محکمې ته د پلټنو امر شوے دے











