ملتان 10 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان او سوئېلي افريقې مېرمنو كركټ ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبے ميچ به په 16 ستمبر ملتان سټېډيم كښې كېږي۔دوهم ټي 20 ميچ به د ستمبر 18مه نيټه او درېم او آخري ټي 20 ميچ به د ستمبر په 20مه نېټه كېږي۔پاكستان ويمنز ډله ملتان ته رسېدلې ده دغسې دسوئېلې افريقې ډلې ملتان ته راتګ د ستمبر په 12مه نېټه شيډول دے۔ملتان …
د پاكستان او سوئېلي افريقې مېرمنو كركټ ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز پېل به 16 ستمبر څخه د ملتان نه كېږي

مزید خبریں
ملتان 10 ستمبر(اے پی پی) د پاكستان او سوئېلي افريقې مېرمنو كركټ ډلو ترمينځه د ټي 20 سيريز وړومبے ميچ به په 16 ستمبر ملتان سټېډيم كښې كېږي۔دوهم ټي 20 ميچ به د ستمبر 18مه نيټه او درېم او آخري ټي 20 ميچ به د ستمبر په 20مه نېټه كېږي۔پاكستان ويمنز ډله ملتان ته رسېدلې ده دغسې دسوئېلې افريقې ډلې ملتان ته راتګ د ستمبر په 12مه نېټه شيډول دے۔ملتان سره تعلق لرونكې انټرنېشنل لوبغاړې ګل فيروزه د پاكستاني ډلې نمائندګي كوي۔په 13 ټي 20 ميچونو كښې د پاكستان د نمائندګۍ اعزاز ترلاسه كونكې ګل فيروزه په وړومبي ځل خپل هوم ګراؤنډ ملتان سټېډيم كښې خپل ميچ كوي۔










