د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر د مدرسه تعليم القرآن دوره

پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان د ګل په ورځ د مدرسه تعليم القرآن دوره كړې او د مدرسه مهتمم شېخ القران مولانا اشرف علي سره ئې ليدلي دي ۔ په دې موقع ګورنر ووئيل په هېواد كښې امن او امان لپاره د علمائے كرامو كردار ډېر مهم دے، مونږ به په ګډه د دښمنانانو سازشونه ناكامه كوٶ۔ په دې موقع ده ووئيل …

پېنډۍ 09 ستمبر (اے پي پي) د پنجاب ګورنر سردار سليم حيدر خان د ګل په ورځ د مدرسه تعليم القرآن دوره كړې او د مدرسه مهتمم شېخ القران مولانا اشرف علي سره ئې ليدلي دي ۔ په دې موقع ګورنر ووئيل په هېواد كښې امن او امان لپاره د علمائے كرامو كردار ډېر مهم دے، مونږ به په ګډه د دښمنانانو سازشونه ناكامه كوٶ۔ په دې موقع ده ووئيل د مدرسه تعليم القرآن ديني خدمات د نه هېرېدو دي۔ ګورنر د مولانا اشرف علي خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په هېواد كښې امن او امان لپاره د علمائے كرامو كردار ډېر مهم دے۔ په دې موقع د اړوندو چارو پشمول د شريكې خوښې په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔