فيصل آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن د چيمپئنز کپ فيصل آباد ډلو مينټورز سره ملاقات کښې ټورنامنټ د قامي ډلي سباؤن لپاره مهم ګرځولے۔ تفصيلات له مخې د فيصل آباد دورې په مهال د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي نجي هوټل كښې د چيمپئنز کپ 5 ډلو مينټورز سره ملاقات وکړو ۔ده د وولفز سکواډ مينټور مصباح الحق، سټالنيز مينټور شعيب ملك، لائنز …
چيمپئنز کپ فيصل آباد، د پي سي بي چيئرمېن د ډلو مينټور سره ملاقات، ده ټورنامنټ د قامي ډلي سباؤن لپاره مهم وګرځولو
فيصل آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د پي سي بي چيئرمېن د چيمپئنز کپ فيصل آباد ډلو مينټورز سره ملاقات کښې ټورنامنټ د قامي ډلي سباؤن لپاره مهم ګرځولے۔ تفصيلات له مخې د فيصل آباد دورې په مهال د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي نجي هوټل كښې د چيمپئنز کپ 5 ډلو مينټورز سره ملاقات وکړو ۔ده د وولفز سکواډ مينټور مصباح الحق، سټالنيز مينټور شعيب ملك، لائنز مينټور وقار يونس، ډولفنز مينټور سرفراز احمد او د پنتھرز مينټور ثقلين مشتاق سره ملاقات وكړو۔په دې موقع د پي سي بي چيئرمېن د چيمپئنز کپ په انتظامات تفصيلي مشاورت وكړو۔مينټورز چيمپئنز کپ د ډوميسټك کرکټ لپاره مهم وګرځولو۔مينټورز د اقبال سټيډيم پچز او ګراؤنډ ښه والې له تجاويز هم وركړل ۔د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي د پچز او ګراؤنډ معيار ښه كولو باور وركړو۔ ده ووئيل لوبغاړو له به د پريکټس لپاره يو ډول موقع وركولې شي۔چيمپئنز کپ ټورنامنټ سره به نوي لوبغاړي رامخې ته شي كومو له به چې په پرفارمنس د مخ په وړاندې تګ موقع وركولې شي، قامي کرکټ ډلي لپاره به درې واړه فارميټ له بيك اپ لوبغاړي رامخې ته شي، چيمپئنز کپ به د پاکستان برانډ جوړولې شي،په دې لړ كښې د مينټورز لويه ذمه واري جوړېږي۔ د پي سي بي چيئرمېن محسن نقوي په دې موقع ډائريکټر ډوميسټك کرکټ او ډائريکټر هائي پرفارمنس ته سپارښتنه وكړه چې د ټولو ډلو لوبغاړو له د ورزش لپاره د جم ښې آسانۍ وركړئ ۔ايډوائزر بلال افضل،پي سي بي ډائريکټر ډوميسټك کرکټ، ډائريکټر هائي پرفارمنس، ډائريکټر انټرنيشنل کرکټ، ډائريکټر پي اېس ايل، سينئر جنرل مينجر ډوميسټك کرکټ او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔











