کوئټه 09 ستمبر (اے پي پي) بلوچستان اسمبلۍ كښې د اقليتونو کوټه سسټم په اړه مشترکه قرارداد منظور كړے شوے۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې پارلماني سيکرټري سنجے کمار د اقليتي غړو روي پهوجا او د پيټرك سنټ مسيح لخوا مشتركه قرارداد وړاندې كړو٬ د قرارداد په متن كښې ووئيل شول پاكستان كښې اقليت سره تعلق لرونكي كسان نه يوازې په سياست بلكې د …
بلوچستان اسمبلۍ كښې د اقليتونو کوټه سسټم په اړه مشترکه قرارداد منظور كړے شو
کوئټه 09 ستمبر (اے پي پي) بلوچستان اسمبلۍ كښې د اقليتونو کوټه سسټم په اړه مشترکه قرارداد منظور كړے شوے۔ د ګل په ورځ د صوبائي اسمبلۍ غونډې په پېل كښې پارلماني سيکرټري سنجے کمار د اقليتي غړو روي پهوجا او د پيټرك سنټ مسيح لخوا مشتركه قرارداد وړاندې كړو٬ د قرارداد په متن كښې ووئيل شول پاكستان كښې اقليت سره تعلق لرونكي كسان نه يوازې په سياست بلكې د پاكستان په پوځ٬ بېورو كرېسي٬ تعليم او د صحت نه علاوه د ژوند په بېلو څانګو كښې د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ لپاره خدمات ترسره كوي٬ رياست د مذهبي اقليتونو پشمول د ټولو طبقو تحفظ باوري كولو٬ دوي اختيار منده جوړولو او د دوي د پرمختګ عزم لري دغسې چې په اقتصادي ،سياسي او اولسي كچه نمائندګۍ كښې د دوي ګډون باوري كړې شي٬ وفاقي او صوبائي حکومتونو د ټولو سركاري او غېر سركاري ادارو په ملازمتونو كښې اقليتونو لپاره 5 فيصده كوټه مختص كړې خو په صوبائي محكمو كښې په پنځه فيصده كوټه عملدرآمد د نشت برابر دے چې په سبب ئې اقليتونه تشويش سره مخ دي٬ دې لپاره دا يوان حكومت ته سفارش كوي چې اقليتونو لپاره په مختص كوټه عملدرآمد لپاره اقدامات وكړي٬ د دې نه وروستو مشتركه قرارداد په متفقه توګه منظور كړے شو۔











