اېبټ آباد 09 ستمبر (اے پي پي) اېبټ آباد كښې د پوليو مخنيوي پنځه ورځنے كمپائن پېل شو٬ پوليس له مخې 1822 پوليس اهلكار او ځوانان به د پوليو ډلو سره د امنيت وظيفه ترسره كوي٬ د كمپائن په مهال به په بېلا بېلو سيمو كښې د پنځو كالو نه كم عمره ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركولې شي۔ ډي پي او په دې لړ كښې ټول سرکلز اېس پيز،اېس …
اېبټ آباد كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شو
اېبټ آباد 09 ستمبر (اے پي پي) اېبټ آباد كښې د پوليو مخنيوي پنځه ورځنے كمپائن پېل شو٬ پوليس له مخې 1822 پوليس اهلكار او ځوانان به د پوليو ډلو سره د امنيت وظيفه ترسره كوي٬ د كمپائن په مهال به په بېلا بېلو سيمو كښې د پنځو كالو نه كم عمره ماشومانو ته د پوليو څاڅكي وركولې شي۔ ډي پي او په دې لړ كښې ټول سرکلز اېس پيز،اېس ډي پي اوز او اېس اېچ اوز ته د فول پروف سکيورټي انتظامات باوري كولو احكامات جاري كړي ٬ د دې نه علاوه په حساس سيمو كښې به پوليس کمانډوز، سپينو جامو كښې اهلكار او سي ټي ډي او د ډي ايس بي ځوانان هم تعينات وي۔











