کرم ضلع كښې د پوليو مخنيوي 5 ورځنے كمپائن پيل شو،د امنيت كوتلې انتظامات شوي

پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا کرم ضلع كښې د پوليو مخنيو 5 ورځنے كمپائن پيل شوے۔د كرم ډي پي او آفس د اړخه جاري سکیورټي پلان له مخې د پوليو مخنيوي كمپائن کامیابولو له ټوله ضلع كښې د امنيت كوټلې انتظامات شوي او په دې لړ كښې د كرم پوليس 1200 څخه زيات ځوانان او افسران د پولیو ډلو سره په امنيت تعینات كړې شوي۔ سرکل …

پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا کرم ضلع كښې د پوليو مخنيو 5 ورځنے كمپائن پيل شوے۔د كرم ډي پي او آفس د اړخه جاري سکیورټي پلان له مخې د پوليو مخنيوي كمپائن کامیابولو له ټوله ضلع كښې د امنيت كوټلې انتظامات شوي او په دې لړ كښې د كرم پوليس 1200 څخه زيات ځوانان او افسران د پولیو ډلو سره په امنيت تعینات كړې شوي۔ سرکل پولیس افسرانو وخت په وخت د چیك پوسټونو ، بی ایچ یوز او بيلو روغتونونو دورې كولو سره د امنيتي انتظامات جاج اخلي۔په دې موقع د كرم ډسټركټ پوليس آفیسر احمد شاہ ووئيل د کرم پولیس د پولیو ډلو په امنيت د سکیورټي نګرانۍ لپاره د ټولي ضلعې داخلي او خارجي لارو باندې د سنیپ چیکنګ عمل سخت كړې او موبائل پټرولنګ پشمول بيل او په مهم پوائنټس اضافی ناکه بندۍ هم شوي دغسې چې د امن و امان صورتحال مانیترنګ وكړے شي۔د كرم ډي پي او د کنټرول روم د لارې تعینات پولیس اهلکارو ته خصوصي هدايات وركوي۔ده د 5 كلونو څخه كم عمره ماشومانو مور او پلار ته اپيل وكړو چې د پولیو مخ نيوي كمپائن په مهال پولیس او د پوليو مخنيوي ډلو سره مرسته وكړي۔