په بلوچستان كښې 7 ورځنے د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شو

کوئټه۔ 09 ستمبر (اے پی پی) په بلوچستان كښې 7 ورځنے د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوے٬ د كمپائن په مهال 26 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے۔ د اېمر جنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوارډینېټر انعام الحق له مخې د كوئټه په شمول په بلوچستان كښې 7 ورځنے د پوليو كمپائن نن د ستمبر 9 مې نېټې څخه پېل شوے …

کوئټه۔ 09 ستمبر (اے پی پی) په بلوچستان كښې 7 ورځنے د پوليو مخنيوي كمپائن پېل شوے٬ د كمپائن په مهال 26 لکه څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو څخه د بچ كېدو څاڅكو وركولو هدف ټاكلے شوے۔ د اېمر جنسی آپرېشن سېنټر بلوچستان کوارډینېټر انعام الحق له مخې د كوئټه په شمول په بلوچستان كښې 7 ورځنے د پوليو كمپائن نن د ستمبر 9 مې نېټې څخه پېل شوے ۔ انعام الحق ووئيل د پوليو كمپائن كښې نزدې 11 زره 555 ډلې برخه اخلي په كومو كښې چې 9 زره 247 موبائل ډلې ٬ ،945 فکسډسائټ او595 ټرانزټ پوائنټس شامل دي۔ د كمپائن په مهال به 26 لکه 55 زره څخه زياتو كوچنيانو ته د پوليو نخ نيوي څاڅكي وركولې شي۔ ده په مور پلار زور راوړو چې هغوي د خپلو كوچنيانو ژوند سره بايد لوبې ونكړي ٬ 5 كله څخه كم عمر لرونكو ته دې د پوليو څاڅكي ضرور وركړي۔ ده ووئيل كه د چا ماشوم د پوليو څاڅكو څخه پاتې شو نو هغه دې ضلعي انتظاميې سره رابطه وكړي۔ انعام الحق ووئيل سول سوسائټی، استاذان او علماﺀ كرام دې په خاص توګه په كمپائن كښې خپله مرسته باوري كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په بلوچستان كښې درې كاله پس د روان كال په مهال په چمن، ډېرہ بګټی، کوئټه، جھل مګسی، ژوب، قلعه سېف او خاران كښې د پوليو 12 كېسونه رپورټ شوي دي