پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) بالاكوټ كښې د 300 ميګاواټ هائيډرو پاور پراجيكټ د 95 اربه روپو په لګښت به 7 كلونو كښې بشپړولې شي۔د خېبر پښتونخوا د توان محكمي له مخې دا هائيډرو پاور پراجيكټ 100 ميګاواټ استعداد لرونكے دے او په درېو پاور هاوسز به مشتمل وي كوم به چې د كال 1143 ميګاواټ بجلي پيدا كوي، د منصوبې سره صوبائي حكومت ته د كال 15 اربه …
بالاكوټ كښې 300 ميګاواټ هائيډرو پاور پراجيكټ به په 7 كلونو كښې بشپړ شي ۔ د خېبر پښتونخوا د توان محكمه
پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) بالاكوټ كښې د 300 ميګاواټ هائيډرو پاور پراجيكټ د 95 اربه روپو په لګښت به 7 كلونو كښې بشپړولې شي۔د خېبر پښتونخوا د توان محكمي له مخې دا هائيډرو پاور پراجيكټ 100 ميګاواټ استعداد لرونكے دے او په درېو پاور هاوسز به مشتمل وي كوم به چې د كال 1143 ميګاواټ بجلي پيدا كوي، د منصوبې سره صوبائي حكومت ته د كال 15 اربه روپۍ آمدن متوقع دے۔ ډيم، پاور هاؤسز، ټنلز او د ان ټيك سټركچر عملې لپاره د استوګنې كالوني او رابطه سړكونو جوړولو منصوبې د سول ورك مهمه برخه ده۔د منصوبې سره به صوبه كښې د بجلۍ كمے پوره كولو له مرسته تر لساه شي او ځائې وګړو ته به د روزګار موقعې په لسا ورشي۔د منصوبې تر اوسه فزيكل پراګرس 11 نيم فيصد دغسې فنانشل پراګرس 22 فيصد دے۔ د منصوبې لپاره پكار 1811 كناله زمكه د اغستلو عمل بشپړ شوے دے۔











