خېبر پښتونخوا كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شو

پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 27 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شوے۔د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر له مخې د كمپائن په مهال به د 5 كلونو څخه كم عمره 64 لكهه 25 زره څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ۔ د پوليو مخنيوي كمپائن به په 2 پړاؤنو كښې چلولې شي،د كپمائن وړومبي پړاؤ كښې به 27 مخصوص ضلعو …

پېښور 09 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا په 27 ضلعو كښې د پوليو مخنيوي كمپائن پيل شوے۔د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر له مخې د كمپائن په مهال به د 5 كلونو څخه كم عمره 64 لكهه 25 زره څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ۔ د پوليو مخنيوي كمپائن به په 2 پړاؤنو كښې چلولې شي،د كپمائن وړومبي پړاؤ كښې به 27 مخصوص ضلعو كښې په مجموعي توګه 57 لكهه 53 زره 52 ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ۔په 23 ستمبر پيل كيدونكې كمپائن دويم پړاؤ كښې به 6 لكهه 72 زره څخه زياتو ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكي وركولې شي ، كمپائن كاميابولو لپاره 35,259 ډلي جوړې كرې شوي ،چې پكښې 24,862 موبائل ډلي ، 7,300 مبصرين، 1,724 فكسډ ډلي ، 1,245 ټرانزټ ډلي او 128 رومنګ ډلي شاملي دي۔د پوليو ايمرجنسي آپريشن سينټر له مخې د دې ډلو نګرانۍ لپاره 7,175 ايريا انچارجز هم مقرر كړے شوي دغسې چې په دې سيمو كښې ټولو ماشومانو له د پوليو مخنيوي څاڅكو وركولو عمل باوري كړے شي،د كمپائن په مهال د پوليو ډلو له امنيت وركولو لپاره 50 زره سكيورټي اهلكار هم تعينات كړے شوي۔