هندي عسكرو په راجوري كښې 2 كشميري ځوانان شهيدان كړل

سرینګر۔9 ستمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كارروايۍ كښې د ضلع راجوري 2 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د راجوري ضلعې په نوشهره سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال په يوه جعلي مقابله كښې شهيدان كړي۔ د وروستۍ اطلاع تر رارسېدو په دغه …

سرینګر۔9 ستمبر(اے پی پی) د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي جمو وكشمير كښې هندي عسكرو د خپلې رياستي ترهګرۍ په تازه كارروايۍ كښې د ضلع راجوري 2 كشميري ځوانان شهيدان كړي دي۔ د كشمير سروس له مخې عسكرو دا ځوانان د راجوري ضلعې په نوشهره سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال په يوه جعلي مقابله كښې شهيدان كړي۔ د وروستۍ اطلاع تر رارسېدو په دغه سيمه كښې پوځي آپرېشن روان ؤ۔