خېبر پښتونخوا كښې د اېم پاكس ټول رنځوران ښه شوي، صوبه كښې كوم فعال كيس نشته۔د پبلك هيلتھ ډائريكټر

پېښور 08 ستمبر (اے پي پي) د پبلك هيلتھ ډائريكټر ارشاد علي وئيلي د روغتيا محكمې د اېم پاكس په اړه لويه كاميابي ترلاسه كړي۔د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ارشاد علي وئويل د اېم پاكس وړومبې رنځور كوم چې د مردان سره تعلق لرلو، ښه شوې دے او دې نه پس پښتونخوا كښې د اېم پاكس ټول رنځوران ښه شوې دي …

پېښور 08 ستمبر (اے پي پي) د پبلك هيلتھ ډائريكټر ارشاد علي وئيلي د روغتيا محكمې د اېم پاكس په اړه لويه كاميابي ترلاسه كړي۔د خېبر پښتونخوا د روغتيا محكمې د اړخه جاري شوې پرېس ريليز له مخې ارشاد علي وئويل د اېم پاكس وړومبې رنځور كوم چې د مردان سره تعلق لرلو، ښه شوې دے او دې نه پس پښتونخوا كښې د اېم پاكس ټول رنځوران ښه شوې دي او د مردان د رنځور پي سي آر ټيسټ منفي راتللو نه پس اوس په پښتونخوا كښې د اېم پاكس كومه فعاله كيس نشته۔ارشاد علي ووئيل په باچا خان انټرنيشنل ائيرپورټ او طورخم پولې پشمول په انټري پوائنټس اوس هم سكريننګ روان دے۔