كوئټه 08 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د وزيراعلي سيكرټريټ كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات كړې۔ ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعي سياسي او سماجي او د امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره په خپلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلٰيٰ مير سرفراز بګټي ووئيل كوټلي امن لپاره قامي يووالي ته …
د بلوچستان وزير اعليٰ سره د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات
كوئټه 08 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د وزيراعلي سيكرټريټ كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات كړې۔ ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعي سياسي او سماجي او د امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره په خپلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلٰيٰ مير سرفراز بګټي ووئيل كوټلي امن لپاره قامي يووالي ته اړتيا ده،د هېواد سلامتيا او قامي يووالي تر ټولو مقدم دے،بلوچستان به د نړيوالو سازشونو ښكار كيدو ته نه شي پرېښودلې،اتحاد و اتفاق او سياسي مفاهمت سره به د هېواد په ضد ټول سازشونه ناكامه كولې شي۔ده ووئيل امناكه بلوچستان سره د سياسي استحكام او كوټلې پرمختګ ممكن دے، وزير اعلٰيٰ ووئيل مونږ سياسي روا داري او مثبت سياسي سوچ سره مخ په وړاندې روان يو،مفاد عامه په اړه د مثبت تجاويز هركلے او په هغې به عمل درآمد كولې شي۔ د سېنېټ ډپټي چيئرمېن ووئيل وزيراعظم محمد شهباز شريف او محمد نواز شريف د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ كښې خاص خوښي لري او ه غوې نړيواله سرمايه كاري بلوچستان صوبه ته راوړلو له په زړه پورې هلې ځلي كوي۔هغه وخت لري نه دې چې بلوچستان صوبه به د پرمختګ او سوكالۍ پلو روان شي ٬ بلوچستان صوبه اولس تحفظ ته حكومت خاص پام لرنه كوي او د محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې نه يواځي دا صوبه بلكه پاكستان به هم پرمختګ كوي او بلوچستان صوبه اولس ته به هم پرمختګ او سوكالي په نظر راشي ٬ بلوچستان صوبې له بيلو څانګو تعليم ٬ صحت ، اوبه ، ذراعت معدنيات او د نورو ښه والي لپاره كوټلي تګلاري خپلولو ته اړتيا ده۔











