کوئټه 07 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د خالي په ورځ وزيراعلي سيکرټريټ كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات کړې،په دې موقع د پاکستان پيپلز ګوند مرکزي لارښود سيدنيئر حسين بخاري هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعي سياسي او سماجي او د امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره …
د بلوچستان وزير اعليٰ سره د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات، د شريكې خوښې په چارو او سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه
کوئټه 07 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي سره د خالي په ورځ وزيراعلي سيکرټريټ كښې د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر ملاقات کړې،په دې موقع د پاکستان پيپلز ګوند مرکزي لارښود سيدنيئر حسين بخاري هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د بلوچستان په مجموعي سياسي او سماجي او د امن و امان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوي۔د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سيدال خان ناصر سره په څبلو خبرو كښې د بلوچستان وزيراعلٰيٰ مير سرفراز بګټي ووئيل كوټلي امن لپاره قامي يووالي ته اړتيا ده،د هېواد سلامتيا او قامي يووالي تر ټولو مقدم دے،بلوچستان به د نړيوالو سازشونو ښكار كيدو ته نه شي پرېښودلې،اتحاد و اتفاق او سياسي مفاهمت سره به د هېواد په ضد ټول سازشونه ناكامه كولې شي۔ده ووئيل امناكه بلوچستان سره د سياسي استحکام او كوټلې پرمختګ ممكن دے، وزير اعلٰيٰ ووئيل مونږ سياسي روا داري او مثبت سياسي سوچ سره مخ په وړاندې روان يو،مفاد عامه په اړه د مثبت تجاويز هركلے او په هغې به عمل درآمد کولې شي۔











