پېښور 06 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين خان ګنډا پور د پاكستان دفاع ورځې په موقع د صوابۍ مختصر دوره وكړه او د شهيد کيپټن کرنل شير خان په مزار ئې حاضري كولو سره په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه ٬ ده په دې موقع د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ پخوانے سپيكر …
د خېبر پښتونخوا وزيراعليٰ د صوابۍ دوره، د شهيد کيپټن کرنل شير خان په مزار حاضري
پېښور 06 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين خان ګنډا پور د پاكستان دفاع ورځې په موقع د صوابۍ مختصر دوره وكړه او د شهيد کيپټن کرنل شير خان په مزار ئې حاضري كولو سره په مزار د ګلونو څادر خپرولو سره فاتحه خواني وكړه ٬ ده په دې موقع د شهيد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ پخوانے سپيكر اسد قېصر، اېم اېن اے شهرام ترکئۍ، صوبائي وزيران عاقب الله او فېصل ترکئۍ هم وزيراعلي سره وٶ۔ خپلو خبرو كښې وزيراعليٰ ووئيل هېواد لپاره د خپل ځان قربانونكي امنيتي اهلكار زمونږ حقيقي اتلان دي٬ نننۍ ورځ دغه اتلانو ته د پېرزوئنو وړاندې كولو ورځ ده ٬ ده ووئيل شهيد کيپټن کرنل شير خان د هېواد حفاظت په خاطر د خپل ځان په قربانولو د بهادرۍ يو داستان رقم كړے٬ مونږ د پاك پوځ په شهيدانو فخر كوٶ٬ پاكستان هم د دې شهيدانو د قربانو په سبب قائم دے۔۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د امنيتي ځواكونو قربانۍ لازواله دي۔











