کوئټه 06 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي د 6 ستمبر دفاع ورځ پحقله خپل بيان كښې وئيلي دي شپږم ستمبر د اجتماعي او ملي جذبې او عزم د ټول عمري پاتې كېدو درس وركوي او په دې ورځ په كال 1965 كښې زمونږ مېړنو ځواكونو دښمن په شا تنبولے ٶ او د خوږ هېواد دفاع لپاره لكه د غر ولاړ ٶ۔ ده ووئيل د پاكستان …
د دفاع ورځ د دې لوظ تجديد دے چې مونږ به د خپلو عظيمو شهيدانو قربانۍ نه ضائع كوٶ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ
کوئټه 06 ستمبر (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي د 6 ستمبر دفاع ورځ پحقله خپل بيان كښې وئيلي دي شپږم ستمبر د اجتماعي او ملي جذبې او عزم د ټول عمري پاتې كېدو درس وركوي او په دې ورځ په كال 1965 كښې زمونږ مېړنو ځواكونو دښمن په شا تنبولے ٶ او د خوږ هېواد دفاع لپاره لكه د غر ولاړ ٶ۔ ده ووئيل د پاكستان جوړېدو نه تراوسه زمونږ مېړنو ځواكونو هېواد او قام لپاره لازواله قربانۍ وركړي٬ پاك پوځ تل هېواد د دښمن نه محفوظ ساتلے٬ د دفاع ورځ د دې لوظ تجديد دے چې مونږ به د خپلو عظيمو شهيدانو قربانۍ نه ضائع كوٶ۔ ده ووئيل تل به د خپل هېواد دفاع٬ پرمختګ٬ سالميت او استحكام لپاره په اجتماعي توګه په مينه خپل كردار لوبوٶ٬ په صوبه كښې امن او امان او د تخريب کارو عناصرو په ضد د صوبې اولس تل خپلو مېړنو ځواكونو او نورو امنيتي ادارو سره څنګ په څنګ اودرېدلے او د دوي ملا يي مضبوطه كړې۔ ده ووئيل تخريب کار، د اړي ګړي راجوړونكې او د ترهګرۍ خپرٶنكي به خپل انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل د دفاع ورځ په موقع د خوږ هېواد ټولو شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ۔











