چاغي ۔06 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ پخواني چیئرمین او د بلوچستان اسمبلۍ غړي محمد صادق خان سنجراني په 6 ستمبر دفاع ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئېلې دي د دفاع ورځ د قامي تاریخ يوه نه فراموش كېدونكې ورځ ده كومه چې هر كال په 6 ستمبر ټول قام د شهيدانو او غازیانو د لازواله قربانیو په یاد كښې لمانځي ۔ ده ووئېل د 1965 جنګ واقعات …
د دفاع ورځ د قامي تاریخ نه فراموش كېدونكې ورځ ده ، صادق سنجراني
چاغي ۔06 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ پخواني چیئرمین او د بلوچستان اسمبلۍ غړي محمد صادق خان سنجراني په 6 ستمبر دفاع ورځې په موقع خپل پېغام كښې وئېلې دي د دفاع ورځ د قامي تاریخ يوه نه فراموش كېدونكې ورځ ده كومه چې هر كال په 6 ستمبر ټول قام د شهيدانو او غازیانو د لازواله قربانیو په یاد كښې لمانځي ۔ ده ووئېل د 1965 جنګ واقعات د پاکستاني قام جذبه زياتوي او د پوځي ځوانانو د شجاعت داستانونه د قام زړونه راګرموي ، د ستمبر جنګ نه يوازې د پاکستان اولس بلکې په نړيوال تاریخ كښې يو د فخر مقام لري ۔ صادق سنجراني ووئېل په 6 ستمبر 22 کروړه پاکستانیان خپلو مېړنو پوځيانو ته د عقیدت پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې د دښمن سازشونه په ناکامولو د وطن حفاظت کړے











