پېښور 05 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائيكورټ د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور راهداري ضمانت منظور كړے ٬ د وسلې او د شراب برامد كېدو په كېس كښې په عدالتي احكامات د ګرفتارۍ نه بچ كېدو لپاره ده هائي كورټ څخه رجوع كړې وه٬ د هائي كورټ جسټس سيد ارشد علي او جسټس شاهد خان پشمول دوه كسيز بينچ د درخواست سماعت وكړو او د سماعت په مهال …
پېښور هائيكورټ د وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور راهداري ضمانت منظور كړو
پېښور 05 ستمبر (اے پي پي) پېښور هائيكورټ د خېبرپښتونخوا وزيراعليٰ علي امين ګنډا پور راهداري ضمانت منظور كړے ٬ د وسلې او د شراب برامد كېدو په كېس كښې په عدالتي احكامات د ګرفتارۍ نه بچ كېدو لپاره ده هائي كورټ څخه رجوع كړې وه٬ د هائي كورټ جسټس سيد ارشد علي او جسټس شاهد خان پشمول دوه كسيز بينچ د درخواست سماعت وكړو او د سماعت په مهال عدالت د علي امين ګنډا پور راهداري ضمانت منظور كړو ٬ دې سره سره ئې اړوند عدالت ته د وړاندې كېدو امر هم وكړو٬ عدالت د سماعت په مهال ريماركس كښې ووئيل د درخواست كونكې په ضد د درج مقدمو تفصيلات دې هم وړاندې كړې شي٬ درخواست كونكي دې اړوندو عدالتونو څخه رجوع وكړي، په يوه مقدمه كښې دې درخواست كونكې ګرفتار نه كړې شي۔ د يادونې وړ ده تېره ورځ د ډسټركټ اينډ سيشن كورټ اسلام آباد جج شائسته خان كنډي د وسلې او شرابو د برآمدګي په كېس كښې په مسلسل غېر حاضرۍ د علي امين ګنډا پور ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري كړې وه۔











