فيصل آباد ۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان چيئرمېن صاحبزاده زاهد محمود قاسمي وئيلي چې په 6 ستمبر زمونږ وسله والو ځواكونو د اولس ترڅنګ پاتې كېدو سره په مړانه او زړورتيا د هېواد دفاع لپاره د قربانيو هغه داستانونه رقم كړل كوم به چې د تاريخ په پانړو كښې په ځلنده ټكو كښې تل نقش پاتې وي۔ د پاكستان دفاع ورځې په اړه اے …
ټول قام د 6 ستمبر په موقعه د وطن شهيدانو او غازيانو ته سلام كوي٬ صاحبزاده محمود قاسمي
فيصل آباد ۔ 05 ستمبر (اے پی پی) د مركزي علماﺀ كونسل پاكستان چيئرمېن صاحبزاده زاهد محمود قاسمي وئيلي چې په 6 ستمبر زمونږ وسله والو ځواكونو د اولس ترڅنګ پاتې كېدو سره په مړانه او زړورتيا د هېواد دفاع لپاره د قربانيو هغه داستانونه رقم كړل كوم به چې د تاريخ په پانړو كښې په ځلنده ټكو كښې تل نقش پاتې وي۔ د پاكستان دفاع ورځې په اړه اے پي پي سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د 6 ستمبر په موقعه ټول قام خپلو شهيدانو او غازيانو ته سلام كوي كومو چې مكار دښمن په خپلو ناپاكه ارادو كښې ناكامه كړو۔ ده ووئيل قام د دې مېړنو مېندو ته هم سلام كوي كوم چې د هېواد سلامتيا ته په خپلو فرزندانو ترجيح وركړه۔ ده ووئيل د 6 ستمبر 1965 په ورځ د قامي يووالي بشپړه څرګندونه كولو سره د هېواد لپاره ټول قام د پاك پوځ ترڅنګ ولاړ وو۔ ده ووئيل د ګران هېواد د جغرافيائي او نظرياتي پولو حفاظت زمونږ د ټولو د ګډې ذمه واري ده او 6 ستمبر د دې عهد د تكرارولو غوښتنه كوي۔ ده ووئيل مونږ له به نوې كول د خپلو اتلانو او شهيدانو كارنامو څخه خبرول وي











