پئښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ټھيکيدار حاجي صابر بيټني په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې او په قاتلانه بريد كښې په شهادت ئې اعلٰې چارواكو څخه رپورټ غوښتے دے۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل د صابر بيټني په مړينه د ھغه كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل د صابر بيټني د شهادت دې تحقيقات وكړے …
د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ټھيکيدار حاجي صابر بيټني په شهادت د غمرازۍ څرګندونه وكړه
پئښور 04 ستمبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي د ټھيکيدار حاجي صابر بيټني په شهادت د غمرازۍ څرګندونه كړې او په قاتلانه بريد كښې په شهادت ئې اعلٰې چارواكو څخه رپورټ غوښتے دے۔ د غمرازۍ خپل پېغام كښې ګورنر ووئيل د صابر بيټني په مړينه د ھغه كورنۍ سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل د صابر بيټني د شهادت دې تحقيقات وكړے شي او قاتلان دې انصاف سره مخ كړے شي۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي











