بلوچستان كښې د کانګو وائرس نور دوه 2 کيسونه رامخې ته شول

کوئټه 04 ستمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې د کانګو وائرس دوه نور 2 کيسونه رامخې ته شوې دي،کانګو له امله د ځپلے شوو رنځورانو شميره 26 ته ورسيده۔فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيز انتظاميې له مخې د کوئټې په خروټ آباد سيمه كښې 55 كلن عبدالمحمد او د لورالائي اوسيدونكے 60 كلن خان محمد په روغتون كښې داخل کړې شوي د كومو چې د ټيسټ نمونې ليبارټرۍ ته …

کوئټه 04 ستمبر (اے پي پي) په بلوچستان كښې د کانګو وائرس دوه نور 2 کيسونه رامخې ته شوې دي،کانګو له امله د ځپلے شوو رنځورانو شميره 26 ته ورسيده۔فاطمه جناح انسټيټيوټ آف چيسټ ډيزيز انتظاميې له مخې د کوئټې په خروټ آباد سيمه كښې 55 كلن عبدالمحمد او د لورالائي اوسيدونكے 60 كلن خان محمد په روغتون كښې داخل کړې شوي د كومو چې د ټيسټ نمونې ليبارټرۍ ته لېږلې شوي او نتيجې يي مثبت راغلې،بلوچستان كښې سږ كال د کانګو وائر له امله د ځپلے شوو رنځورانو شميره 26 ته رسيدلې دغسې 5 كسان د کانګو وائرس له امله مړه شوې دي۔