د خېبر پښتونخوا حكومت په غرئيزو سيمو كښې بي ايچ يوز ته د لېبارټرې او الټرا ساونډ اسانۍ وركولو پرېكړه

پیښور۔3 سمتبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت په غرئيزو سيمو كښې بي ايچ يوز ته د لېبارټري او الټرا ساونډ اسانيو وركولو پرېكړه كړې ده۔ د صحت محكمې لخوا د جاري بيان تر مخه په كومو سيمو كښې چې رورل هيلته سنټرز او تحصيل هيډ كوارټر هسپتالونه شته په دغه سيمو كښې به بي ايچ يوز ته د دې اسانيو وركړه ايساره كړئ۔ په دې لړ كشې صوبائي …

پیښور۔3 سمتبر (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت په غرئيزو سيمو كښې بي ايچ يوز ته د لېبارټري او الټرا ساونډ اسانيو وركولو پرېكړه كړې ده۔ د صحت محكمې لخوا د جاري بيان تر مخه په كومو سيمو كښې چې رورل هيلته سنټرز او تحصيل هيډ كوارټر هسپتالونه شته په دغه سيمو كښې به بي ايچ يوز ته د دې اسانيو وركړه ايساره كړئ۔ په دې لړ كشې صوبائي حكومت غرئيزو او نورو لرې سيمو كښې د هسپتالونو نشتوالي له امله به هلته جوړو د بنيادي صحت مركزونو كښې سمدستي د تشخيص لېبارټري او د الټرا ساونډ اسانيو سره د عملې موجودګي باوري كولې شي ٬ به دې لړ كښې د ټولو ضلعو اړوندو چارواكو ته مراسله لېږلې شوې٬ پیښور او په نورو لويو هسپتالونو ګڼه كمولو لپاره به رورل هيلته سنټر او تحصيل هيډ كوارټر هسپتالونو كښې آپرېشن تهيټر ٬ اي سي جي٬ الټرا ساونډ او د لېب ټېسټ اسانۍ وركولې شي ٬ د وزيراعلې د اړخه دا حكم جاري شوے چې د ډاكټرانو او د سټاف نرسسز ډيوټي روسټر به په هر هسپتال كښې برقرار ساتلې شي او په دې به په سختۍ سره عمل كولې شي۔