کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د لائيو اسټاك او ډېري ډوېلپمنټ صوبائي وزير بخت محمد کاکړ وئيلي دي د رياست مخالف كسان د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د رياست مخالف عناصر ملاتړ كوؤنكي د سركاري مراعات اغستو هېڅ حق نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه كښې په پوائنټ آف آرډر د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال وكړه۔ بخت محمد کاکړ ووئيل بلوچستان …
د رياست مخالف كسان د كوم رعايت مستحق نه دي ٬ بخت محمد كاكړ
کوئټه۔ 02 ستمبر (اے پی پی) د لائيو اسټاك او ډېري ډوېلپمنټ صوبائي وزير بخت محمد کاکړ وئيلي دي د رياست مخالف كسان د كوم رعايت مستحق نه دي٬ د رياست مخالف عناصر ملاتړ كوؤنكي د سركاري مراعات اغستو هېڅ حق نه لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د بلوچستان اسمبلۍ په غونډه كښې په پوائنټ آف آرډر د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال وكړه۔ بخت محمد کاکړ ووئيل بلوچستان د جنګ په حالت كښې دے٬ د فورتھ شېډول په اړه د بلوچستان حکومت پالېسي ښكاره ده٬ رياست مخالف عناصر سره خواخوږي لرونكي به په هېڅ صورت ونه زغملې شي۔











